Home » افغانستان » حمدالله محب:طالبان په هیڅ صورت د زور له لارې واک ته نشي رسېدی
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب

حمدالله محب:طالبان په هیڅ صورت د زور له لارې واک ته نشي رسېدی

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، طالبان لا هم د تېر په رقم دي هیڅ ډول تغیر یې نه دی کړی او په سیاست هم نه پوهېږي.

حمدالله محب نن شنبه (د وري ۱۴مه نېټه) د لوړپوړو امنیتي چارواکي له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، خلک دا فکر کوي چې طالبانو به تغیر کړی وي او د تېر په ډول به نه وي خو نه طالبانو لا هم هماغه طالبان دي او هيڅ ډول بدلون په کې نه دی راغلی.

محب زیاته کړه، طالبان په سیاست هم نه پوهېږي او ترڅو چې د نورو هېوادونو له انحصار ځان خلاص نه کړي تل به پر ملت ملامت وي او خلک به یې د یوې وحشي ډلې په نوم پېژني.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه راز زیاته کړه، چې طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره ښیي چې سولې ته اراده نه لري او هڅه کوي د زور له لارې واک ته ورسېږي خو نوموړي ټینګار کړی دی چې افغان دولت به په هیڅ صورت د زور له لارې طالبانو ته واک ته د رسېدو اجازه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان حکومت او طالبانو کابو څلور میاشتې د سولې اړوند په یوه ځای کې خبرې وکړې خو کومې پایلې ته ونه رسېدل او په دې موده کې په هېواد کې جګړه هم زیاته شوه.

بلخوا ټاکل شوې چې روانه میاشت په ترکیه کې د افغان سولې به باب غونډه راوبلل شي او ویل کېږي دغه ناسته به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي.

خو لا هم د یادې غونډې کره تاریخ نه دی معلوم خو ځینو سیاسي مشرانو او خبریالانو یادې غونډې ته ځانونه رسولي دي. دغه راز امریکا په دې غونډه کې له ولسمشرغني هم غوښتنه کړې چې ګډون وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...