Home » افغانستان » جو بایډن:د ځواکونو له ایستلو تېرېږم، لومړی پر سیاسي حل تمرکز کوم
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

جو بایډن:د ځواکونو له ایستلو تېرېږم، لومړی پر سیاسي حل تمرکز کوم

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ددې احتمال شته چې د مې په میاشت کې خپل سرتېري له افغانستان و نه باسي.

جو بايډن د امریکا په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ویلي چې ديپلوماسي او له سیاسي لارو د ستونزو حل یې لومړیتوب دی.

د بایډن په وینا دمګړی له دې تېرېږي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې دې له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي، بلکې تمرکز یې پر دې دی چې روانه جګړه له سیاسي لارو ختمه کړي.

جو بايډن دغه راز ټینګار کړی چې د امریکا ګټې به په هر ځای کې ساتي خو نظامي لارې د وروستي حل په توګه وړاندیز کېږي.

هغه زیاته کړې چې هره ستونزه به لومړی د خبرو له لارې حل کوي او وروسته به د وروستي انتخاب په توګه نظامي کړنلارې ته مراجعه کوي.

بایډن دغه راز ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ختموي او امریکايي پوځ به یوازې د امریکا د امنیت د تامین او امريکايي ګټو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...