جو بایډن وايي که ولسمشر کېږي نو ښایي لومړۍ سل ورځې یې ایله د ټرمپ د ورانکاریو د جوړولو لپاره د پلان او طرحو په رامنځ ته کولو تېرې شي.
جو بایډن چې له رسنیو سره یې د خپلو لومړیو سلو کاري ورځو د پلان په اړه خبرې کړې وایي ډونالډ ټرمپ امریکا سخته زیانمنه کړې او ګڼې ستونزې یې جوړې کړې دي.
د نوموړي په وینا په سلو لومړیو ورځو کې ایله د ټرمپ ورانکارۍ راسمې کړي، هغو ته پلانونه جوړ کړي او د شته بحران مخنیوی وکړي.
بایډن دغه راز وايي چې په لومړیو کاري ورځو کې د کرونا وبا پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې لپاره ګام اوچتوي، اقتصاد به پرانیزي او په امریکا کې د کاروبار او اقتصادي ودې لپاره کار کول د سلو لومړیو ورځو مهم مسایل دي.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي او د وروستیو نظرپوښتنو له مخې جو بايډن تر ټرمپ مخکې دی. بایډن تر دې دمه ۵۱،۴ او ټرمپ بیا ۴۳،۱ سلنه رایې لري.