جرمني په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د احتمالي تمدید خبر ورکړی دی.
د جرمني د دفاع وزیرې په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د دوی نظامي ماموریت د روان کال په مارچ کې پای ته رسېږي خو په دې لټه کې دي چې دغه ماموریت تر ۲۰۲۲ ز کال پورې تمدید کړي.
نوموړې ویلي چې له پارلمان سره په دې اړه بحثونه روان دي او ښايي دوی ډېر ژر په دې هکله موافقه ورسره وکړي.
جرمني دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې د افغان پوځ د روزنې او ملاتړ دنده پر مخ وړي.
اخوا بیا په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ له نیوز ویک سره په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام به په افغانستان کې د جګړو او ستونزو د دوام سبب شي.