Home » افغانستان » تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ کسان مړه شوي

په هېواد کې تېور ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه مالومات چې نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه نېټه) له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه پېښې د ۱ زرو او ۷۱۵ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

شمېرې ښیې چې ۲ لوګر، ۲ بادغیس، ۱ فراه او ۱ نورستان کې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وایي چې تازه پېښې ۸ کابل، ۷ هرات، ۶ کندهار، ۱۷ ننګرهار، ۲ نیمروز، ۳ کنړ، ۸ لغمان او ۴ هم نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۵۷۲ ته رسیږي چې له ډلې یې ۲ زره او ۲۹۰ یې فعالې دي.

همداراز د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر هم ۲ زره او ۴۹۵ ته رسیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...