دفاع وزارت وایي، د هېواد په ۹ ولایتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو سره یې په متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت وایي، په دغه بریدونو کې ۳۲ طالبان ټپیان شوي او پنځه کسان يې ژوندي نیولي دي.
دغه وزارت نن شنبه (سلواغې ۲۵مه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وژل شوي طالبان کندهار، ننګرهار، بلخ، هلمند، زابل، میدان وردګ، خوست، ارزګان، او کندوز ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د یاد وزارت اعلامیه کې راغلي، په دغه بریدونو د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي، او دغه راز ۳۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.