Home » افغانستان » توماس ويسټ: طالبان دې د ديني عالمانو له غوښتنې سره سم د نجونو ښوونځي پرانېزي

توماس ويسټ: طالبان دې د ديني عالمانو له غوښتنې سره سم د نجونو ښوونځي پرانېزي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست پرون چهارشنبه د (وري په ۳۰مه) د يوې ټليفوني اړيکې له لارې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د نجونو پر زده‌کړو د بنديز دوام په اړه اندېښنه ښودلې.

نوموړي ويلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو د بنديز دوام ناسم عمل دی او دا کار يې د افغان ولس له ارادې سره په تضاد کې بللی.

توماس ويسټ ټينګار کړی چې طالبان دې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په غوښتنې سره د نجونو پر ښوونځيو لګېدلي بنديزونه لرې کړي او اجازه دې ورکړي چې نجوني ښوونځيو ته لاړې شي.

په افغانستان کې د ښوونيز کال له پيل سره سم، سرپرست حکومت نجوني له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته له تګ منعه کړې، چې دا کار د ولس او نړيوالو له توندو نيوکو سره مخ دی.

عام خلک وايي، طالبان دې د ولس له ارادې سره سم عمل وکړي او ژر تر ژره دې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...