د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخواني ځانګړي استازي توماس نیکولاسون، ویلي چې توماس فریلسن په روانه اوونۍ کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
نیکولاسون په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې فریلسن دنده لري څو د افغان ښځو، نارینهوو او ماشومانو لپاره د اروپايي ټولنې ملاتړ ته دوام ورکړي او له ملګرو ملتونو او نورو مهمو شریکانو سره خبرې اترې تعقیب کړي.
د نوموړي په وینا، د اروپايي ټولنې نوی ځانګړی استازی به د اروپايي ټولنې د شورا د پرېکړهلیکونو پر بنسټ له افغانستان سره اصولو ته پر ژمن تعامل هم دوام ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس