د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، طالب مشرانو پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، ددې هېواد مشرانو ته یو ځل بیا د افغانانو د وینې بهېدو او تویولو ژمنې ورکړې دي.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “طالب ترهګر مشران نن د پنجاپي بادرانو په غېږ کې خورا د خوښۍ او بې وجدانۍ غوټې وهلې، د خپل هېواد د بربادۍ او د افغانانو د وینې تویولو ډېرې وعدې به یې ورکړي وي، خو تاسو ډاډمن اوسئ، زموږ ویاړلي امنیتي ځواکونه ددې غلامانو د بې رحمه وژلو ډېره تجربه لري”
نوموړي تر دې وړاندې هم پاکستان ته د طالب مشرانو په سفر غبرګون ښودلی وو.