Home » افغانستان » بشري حقونو:مدني فعالیتونه په هېواد کې تر سخت فشار لاندې دي
رویداد خبري آژانس

بشري حقونو:مدني فعالیتونه په هېواد کې تر سخت فشار لاندې دي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې مدني فعالیتونه په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلي، مدني فعالیتونه په یوه شپه نه ختمېږي خو په وروستیو کې ورو ورو داسې فعالیتونه ترسره کېږي چې له مخې یې مدني فعالیتونه تر فشار لاندې راوستل کېږي.

د شهرزاد اکبر په وینا ورو ورو په هېواد کې مدني فعالیتونه، رسنۍ، ټولنیز فعالیتونه، د بشري حقونو د پالنې فعالیتونه او د بیان ازادۍ فعالیتونه مخ په کمرنګه کېدو دي او که وضعیت همداسې دوام کوي نو په هېواد کې یاد موارد له خطر سره مخ کېږي.

اغلې اکبر هیله څرګنده کړې چې بشري حقونو ته درناوی وشي او هغه ډلې دې تر تعقیب لاندې راوستل شي چې د مدني فعالیتونو او بشرپالنې په برخه کې وېره او وحشت خپروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...