Home » افغانستان » بشري حقونو کمېسیون: په تېرو شپږو ورځو کې ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
رویداد خبري آژانس

بشري حقونو کمېسیون: په تېرو شپږو ورځو کې ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې په هېواد کې یوازې په تېرو شپږو ورځو کې د جګړو له امله ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه کمېسیون پرون یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، تېرو شپږو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه کمېسیون د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې باید د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راز د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی دی چې باید د جګړې پر ښکېلو غاړو فشار راوړي څو په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې د ختمولو لپاره هر څه ژر تلپاتې اوربند ته غاړه کېږدي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...