په ختیځ زون کې د بشري حقونو کمېسیون وايي، یوازې تر دا مهاله په ختیځ زون کې د جګړو له امله ۱۰۵۴ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد کمېسیون د ملکي تلفاتو د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او د جګړې له دواړو خواوو غوښتنه کوي، چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې په دې موده کې یوازې په ننګرهار ولایت کې ۲۱۱ تنه نارینه، شپږ تنه ښځینه او ۳۵ ماشومان وژل شوي دي. او ۳۰۰ نارینه، ۱۵ ښځینه او ۱۰۴ ماشومان ټپيان شوي دي.
د بشري حقونو ولایتي کمېسیون وايي، ډیری دغه مرګ ژوبله د مقناطیسي او سړک غاړې ماینونو، ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او د حکومت په عملیاتو کې رامنځته شوي دي.
د ننګرهار ځايي اوسېدونکي هم وايي، د روانې جګړې قربانیان عام وګړي دي. دوی د جنګ له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي ختمېدو اوربند غوښتنه کوي.