Home » سیمه او نړی » بریتانیا پرون له متحده عربي اماراتو په پروازونو بندیزونه عملي کړ
رویداد خبري آژانس

بریتانیا پرون له متحده عربي اماراتو په پروازونو بندیزونه عملي کړ

برېتانیا د جنورۍ پر ۲۹مه له متحده عربي اماراتو د الوتکو پر نیغ په نیغه پروازونو بندیزونه عملي کړي دي.

برېتانوي چارواکي وايي، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره یې له متحده عربي اماراتو ، برونډي او روانډا څخه پروازونه تړلي دي.

د برېتانیې ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شپس د جنورۍ په ۲۸مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه مساپرو ته به بریتانیې ته د داخلېدو اجازه نه وي چې له يادو دریو هېوادونو راتېر شي.

له دوبۍلندن ته لار د نړیوالو سفرونو لپاره مهمه ده او د الوتکو د پروازونو په اړه د معلوماتو ورکونکې ادارې او-اې-جي ویلي دي چې روانه میاشت په دغه لار د سفر لپاره ۱۹۰۳۲۵ مساپرو خپل سفرونه پلان کړي وو.

بریتانیې په اماراتو کې ايسار پاتې، خپلو هېوادوالو ته ویلي دي چې له دغه ځایه بریتانیې ته نیغ په نیغه سفر ونه کړي او په بدلو لارو ورشي او له ورتګ سره سم ځان د ۱۰ ورځو لپاره په قرنطین کې وساتي.

برېتانوي روغتیايي چارواکي وايي چې د جنورۍ پر ۲۸مه په دغه هېواد کې نور ۲۸۶۸۰ کسان کورونا وایرس وهلي دي او په تېرو ۲۸ ورځو کې ترې ۱۲۳۹ کسان مړه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...