د برازیل د روغتیايي چارو ادارې د روسیې سپوټنیک وي د کرونا ضد واکسین تایید کړ.
دې ادارې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) له څه باندې ۷ ساعته بحثونو وروسته د دې واکسین له مشروط استعمال سره موافقه وکړه.
د برازیل د روغتیایي چارو ادارې وویل چې سپوټنیک وي د کرونا ویروس ضد واکسین به یوازې هغو مشرانو ته ورکول کېږي چې ښه صحت لري.
برازیل په اپریل کې د روسیې د کرونا ضد واکسین له صادراتو سره د دې لپاره مخالفت کړی و چې د برازیل د روغتیایي چارو ادارې ویلي و چې دا واکسین خطر لري او کیفیت یې ښه نه دی.
په برازیل کې تر اوسه ۱۶ میلیونه او اته لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوې دي او د دې وبا له کبله له اتیا زره څلور سوه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.