د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نيوزيلېنډ پر وړاندې د نړيوالو شل اوريزو لوبو لوبلړۍ څخه بهر شو، نوموړى تېره ورځ په تمريناتو کې ټپي شوى دى.
د پاکستان کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د يکشنبې په ورځ د تمريناتو پر مهال د بابر اعظم د ښي لاس غټه ګوته زخمي شوې ده، نو له دې امله به نوموړى د نيوزيلېنډ پر وړاندې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ونه لوبېږي.
د تمريناتو پر مهال د بابر اعظم د ګوتې له ټپي کېدو وروسته نوموړى نږدې روغتون ته يوړل شو، چې هلته د ايکسرې ويستلو وروسته معلومه شوه، چې ګوته يې ماته شوې ده. نوموړي ته ډاکټرانو ويلي دي، چې ١٢ ورځې به له کرکټ څخه ليرې وي، د دې معنا دا ده چې نوموړى به د ١٨، ٢٠ او ٢٢ دسمبر په نېټو ترسره کېدونکو نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ونه لوبېږي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دې دوران کې به ډاکټران د بابر اعظم د ګوتې څارنه کوي، تر څو ګوته يې روغه شي او هغه ته د کرکټ کولو اجازه ورکړل شي.
ښايي نوموړى د نيوزيلېنډ پر وړاندې له لومړۍ ټېسټ لوبې څخه مخکې روغ شي او په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ولوبېږي.
تر بابر اعظم مخکې بيا د امام الحق د چپ لاس ګوته د تمريناتو پر مهال ماته شوې ده او هغه به هم په راتلونکو لوبو کې د پاکستان لپاره ونه لوبېږي، ځکه ډاکټرانو هغه ته هم د ١٢ ورځو ارام ويلي دي.
د پاکستان د ٢٠ اوريزو لوبډلې مرستيال لوبډلمشر شاداب خان هم روغ نه دى او د لوبېدو او نه لوبېدو په اړه به يې پرېکړه د لومړۍ نړيوالې شل اوريزې لوبې څخه مخکې وشي.
د پاکستان لوبډلې روزونکى مصباح الحق وايي، چې په تمريناتو او لوبو کې د لوبغاړو ټپي کېدل عادي خبره ده، خو د بابر اعظم په نه شتون کې د نورو ځوانو لوبغاړو لپاره دا ښه چانس دى چې خپله وړتيا ښکاره کړي او پرمختګ وکړي. نوموړي وويل، چې شاداب خان د بابر اعظم پر ځاى د شل اوريزو لوبو کپتان دى، خو هغه هم د ډاکټرانو تر څار لاندې دى او په لوبه کې د لوبېدو او نه لوبېدو پرېکړه به يې وشي.
د پاکستان لوبډلې نوملړ:
شاداب خان (لوبډلمشر)، عبدالله شفيق، فهيم اشرف، حېدر علي، حارث روف، حسېن طلعت، افتخار احمد، عماد وسيم، خوشدل شاه، محمد حفيظ، محمد حسنين، محمد رضوان، موسى خان، سرفراز احمد، شاهين شاه اپريدي، عثمان قادر او وهاب رياض.