حال وش د بشری حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایراني حکومت د دغه هېواد د مشهد ښار په زندان کې د یوه افغان په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان اعدام کړي دي.
یاد سازمان(سه شنبې، د لړم۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د اعدام شویو کسانو په ډله کې د سیستان او بلوچستان ولایتونو اوسېدونکي او یو افغان وګړی هم شامل دی چې د ایران د حکومت له خوا د نشهيي توکو او په نورو قضیو کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم شوي دي.
په راپور کې د څلورو اعدام شویو کسانو هویت په ډاګه شوی، چې محمود شهرکي او محمد رضا داور دواړه د سیستان او بلوچستان اوسېدونکي دي، ظاهر صفري د افغانستان تبعه او مجید قديري د ایران د مشهد اوسېدونکی دى.
د ویلو ده چې تردې وړاندې د ایران د بشري حقونو سازمان په یو راپور کې ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې د ایران په قزل الحصار، کرج، قم مرکزي زندان، د شېراز مرکزي زندان، مشهد زندان او د د دغه هېواد په نورو زندانونو کې ۴۹ افغانان اعدام شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس