Home » افغانستان » ایران یو افغان اعدام کړی

ایران یو افغان اعدام کړی

حال وش د بشری حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایراني حکومت د دغه هېواد د مشهد ښار په زندان کې د یوه افغان په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان اعدام کړي دي.

یاد سازمان(سه شنبې، د لړم۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د اعدام شویو کسانو په ډله کې د سیستان او بلوچستان ولایتونو اوسېدونکي او یو افغان وګړی هم شامل دی چې د ایران د حکومت له خوا د نشه‎يي توکو او په نورو قضیو کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

په راپور کې د څلورو اعدام شویو کسانو هویت په ډاګه شوی، چې محمود شهرکي او محمد رضا داور دواړه د سیستان او بلوچستان اوسېدونکي دي، ظاهر صفري د افغانستان تبعه او مجید قديري د ایران د مشهد اوسېدونکی دى.

د ویلو ده چې تردې وړاندې د ایران د بشري حقونو سازمان په یو راپور کې ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې د ایران په قزل الحصار، کرج، قم مرکزي زندان، د شېراز مرکزي زندان، مشهد زندان او د د دغه هېواد په نورو زندانونو کې ۴۹ افغانان اعدام شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...