Home » سیمه او نړی » انګلستان د کرونا له امله لګول شوي محدودیتونه کم وي
رویداد خبري آژانس

انګلستان د کرونا له امله لګول شوي محدودیتونه کم وي

انګلستان، سر له نن څخه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو لپاره بل اقدام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په انګلستان کې په ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر کم شوی او اکثریت پوخ ­عمره کسانو د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.

سر له نن دوشنبې څخه به، ټول دکانونه بېرته پرانیستل شي، خلک به وکړای شي سلمانیو ته لاړ شي او د عینې کورنۍ غړي کولای شي په انګلستان کې په رخصتۍ لاړ شي، خو چې په یوه استوګنځای کې واوسي او پخلی په خپله وکړي.

جېمونه، د لامبو حوضونه، کتابتونونه او ژوبڼونه به هم بېرته پرانیستل شي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د محدودیتونو کمېدل د ازادۍ پر لوري یو مهم ګام بللی دی، خو له خلکو غوښتنه کړې چې بیا هم احتیاط او مسؤلانه چلند وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...