Home » افغانستان » اندرابي: د هدفي وژنو تر شا د طالب وسله والو لاس دی
رویداد خبري آژانس

اندرابي: د هدفي وژنو تر شا د طالب وسله والو لاس دی

د افغانستان د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مسعود اندرابي په هېواد کې د وروستیو هدفي بریدونو او ماین چاودنو تر شا د وسله والو طالبانو لاس بولي او زیاتوي چې د قطر تر هوکړې وروسته طالبان د مذاکراتو پر مېز د امتیاز تر لاسه کولو لپاره خپلو ترهګریزو کړنو ته زور ورکړی دی.

مسعود اندرابي نن سه شنبه د دسمبر ۲۹ ( مرغومي ۹) مشرانو جرګې ته د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکول وویل، طالبانو د مخامخ جګړې او لویو بریدونو وړتیا له لاسه ورکړې ده نو ځکه یې په هدفي بریدونو لاس پورې کړی دی.

د نوموړي په وینا، یو شمېر ترهګرو اعتراف کړی دی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر شوې هوکړې وروسته دغې ډلې په لوګر کې د عبیده په نامه یوه ډله جوړه کړې ده چې په خبره یې موخه یې د دولتي کارکوونکو، خبریالانو او مدني فعالانو ترور دی.

طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې په ډېریو ورته بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...