د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د نومبر دویمې، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په ټوله نړۍ کې خبریالان د حقیقت ویلو لپاره درنه بیه پرې کوي.
ګوترېش ویلي: « کله چې خبریالان په نښه کېږي او د هغوی د راپور ورکولو مخه نیول کېږي، موږ ټول یې قربانیان کېږو.»
نوموړي په نړيواله کچه د خبریالانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو عاملان باید عدالت ته راکش شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس