Home » سیمه او نړی » امریکا کې سر له سبا د کرونا وبا ضد واکسین ویش پیلېږي
رویداد خبري آژانس

امریکا کې سر له سبا د کرونا وبا ضد واکسین ویش پیلېږي

په امریکا متحده ایالت کې سر له سبا (دوشنبې، د ډیسمبر۱۳، لېندۍ ۲۴مه) د کرونا ضد واکسین ویش او تطبیق پیلېږي.

دا د فایزر او بیو این ټیک کمپنۍ له لوري جوړ شوی واکسین دی چې موثریت یې څه باندې نوي په سلو کې ثابت شوی دی.

چارواکو په امریکا کې وړاندوینه کړې چې په پراخه کچه د واکسین په لیږد را لېږد کې به له لوجستیکی ستونزو سره مخامخ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کرونا د ځانګړې کمېټې مسوول جنرال ګوستاو پرنا وایي، په لومړي پړاو کې به د کرونا واکسین ۲ میلیونه او ۹ لکه روغتیايي کارکوونکو او زړو ته ورکړل شي.

نوموړي په عین حال کې وویل چې راتلونکو میاشتو کې له چمتووالي سره- سره د ۳۳۰ میلیون ډوزه واکسین د وېش او تزریق چارې له لوژستیکي ستونزو سره مخامخ دي.

پرنا تېره ورځ د دسمبر په ۱۲مه وویل، د واکسین ویش لا له وړاندې پیل شوی او د همدې واکسین د تولید په کارځای کې بسته بندي روانه ده.

واکسین به نن(یکشنبه، د لېندۍ ۲۳مه) سهار د لوژستیکي کمپنیو له خوا د ویش مرکزونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به روغتونونو او نورو روغتیایي مرکزونو ته.

د فایزر او بیو این ټیک د کمپنیو د واکسین یوه ځانګړتیا چې په پراخه پیمانه د دغه واکسین توزیع له مشکل سره مخامخوي، دا ده چې باید منفي ۷۰ درجې سوړ وساتل شي.

د امریکا د درملو او خوراکي موادو ادارې د جمعې په ورځ دې واکسین ته د استفادې جواز ورکړ.

روغتیایي چارواکو ویلي، تر راتلونکي پسرلي پورې به د فایزر بیو ان تیک کمپنۍ واکسین په پراخه کچه د لاس رسي وړ وي.

امریکا کې د کرونا ضد واکسین تطبیق داسې مهال پیلېږي چې دغه هېواد کې د ویروس خپرېدل چټک شوي دي.

تېره یوه اوونۍ کې په اوسط ډول هره ورځ دوه لکه او لس زره کسان په دې ویروس اخته شوي او تراوسه په متحده ایالاتو کې نژدې درې لکه کسان په کویډ ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.


پر امریکا سربېره اروپا کې هم د کرونا ویروس خپرېدل چټک شوي دي او دغلته یو شمېر هېوادونه د کریسمس جشن په درشل کې د ویروس د دویمې څپې د کنټرول هڅې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...