Home » سیمه او نړی » امریکا کې د ‘اېف بي ای’ دوه کارکوونکي وژل شوي

امریکا کې د ‘اېف بي ای’ دوه کارکوونکي وژل شوي

د امریکا د پولیسو فدرالي ادارې ‘اېف.بي.ای’ ویلي چې د ماشومانو د ځورونې په تړاو د یوه مشکوک کس د نیولو لپاره د عملیاتو پر جریان کې د دې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د امریکا په فلورېډا ایالت کې شوې ده.

د ‘اېف.بي.ای’ یوه مامور مایکل لېوراک پرون په میامي کې وویل چې تورن کس د خپل کور له داخله د دې ادارې پر مامورینو ډزې وکړې چې په متقابلو ډزو کې په خپله هم ووژل شو.

د وژل شوي تورن کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...