Home » افغانستان » امریکا: په مې میاشت کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو ایستل ګران کار دی
رویداد خبري آژانس

امریکا: په مې میاشت کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو ایستل ګران کار دی

امریکا متحده ایالتونه وايي، په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو ایستل ګران کار بولي او په تړاو یې ولسمشر جوبایډن له خپلو سالاکارانو سره مشورې کوي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وایي چې ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د راتلونکې مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل له تخنیکي او لوجستیک پلوه ګران دي او دوی په دې اړه د ملي امنیت له ټیم او سلاکارانو سره مشورې کوي، چې یوه حللاره ورته پیدا کړي.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ځینې امریکايي چارواکي څلورو مواردو ته اندېښمن دي. د دوی په خبره، چې د امریکاي ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان د سولې تړون پر ژمنو عمل وکړي؛ له القاعدې سره به اړیکې پرې کړي؛ له افغان حکومت سره به د سولې په خبرو کې پرمختګ وکړي او اوږدمهاله اوربند به اعلان کړي که نه.

بلخوا طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې که امریکایي ځواکونه د دوحې د تړون له مخې په ټاکلې نېټه افغانستانه پرېږدي، نو دوی به یې پر وړاندې وجنګېږي او د هېواد جګړه به دوام پیدا کړي.

امریکا په ا فغانستان کې اوس دوه نیم زره پوځیان لري، چې ټاکل شوې وه، د مې تر لومړۍ نېټې به له افغانستانه ووځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...