Home » افغانستان » امریکا ولسمشر نن له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو پرېکړه کوي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر جو بایډن

امریکا ولسمشر نن له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو پرېکړه کوي

د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبه (د وري ۲۵مه نېټه) له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به نن د اپریل ۱۴مه له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسوي.

بلخوا ټاکل شوې، چې نن به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو چارواکو ته وینا وکړي او له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو به وروستي معلومات ورکړي.

بایډن او امریکايي چارواکي دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې وسله‌والو طالبانو ویلي، که امریکايي ځواکونو د دوحې د هوکړې مطابق په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو دوی به یې پر وړاندې جګړه پیل کړي.

خو بایډن څه موده مخکې ویلي وو، چې په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل له لوجستیکي پلوه ګران کار دی او دا پروسه به وخت ونیسي.  

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...