د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ په نوي حکومت کې له اوکراین سره د اقتصادي او پوځي ملاتړ د مرستو جاري ساتلو ژمنه کړې ده.
نوموړي د فېبروۍ پر لومړۍ نېټه د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال له اوکراین سره د امریکا دواړو ګوندونو د قوي ملاتړ او د هغو ترجیحاتو یادونه وکړه چې امریکا یې د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یادې ټېلېفوني اړیکې په هکله په اړه لیکلي چې امریکا به له اوکراین سره خپلې قوي اقتصادي او نظامیې مرستې جاري ساتي خو په عین وخت کې به د ديپلوماتیکو لارو په ختیځ اوکراین او کرایمیا کې د روس جارحیت ختمولو لپاره کار کوي.