Home » افغانستان » امریکا: طالبانو د ژمنو پر خلاف پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي
رویداد خبري آژانس

امریکا: طالبانو د ژمنو پر خلاف پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي

د امریکا د دفاع وزارت وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو امریکایي لوری لا هم د دوحې هوکړې ته ژمن دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي یو وار بیا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، پر افغان ځواکونو یې بریدونه نه دي درولي او له دې ښکاري چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي.

کربي وایي د امریکا ستره موخه دا ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي خو د طالبانو نه ژمنتیا ناهیلي ډېره کړې ده.

کربي ویلي طالبانو ته په کار د چې ددوحې هوکړه عملي کړي.

هغه د امریکا د راتلونکي اقدام په اړه هېڅ راز څرګندونه نه ده کړې خو تمه یې ښودلې چې طالبان له هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم او مذاکرات چټک کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...