Home » افغانستان » امریکا :د ځواکونو د اېستلو بهیر روان دی، نور یې معلومات له رسنیو سره نه شریکو
رویداد خبري آژانس

امریکا :د ځواکونو د اېستلو بهیر روان دی، نور یې معلومات له رسنیو سره نه شریکو

د امریکا ددفاع وزارت وایي د سرتېرو د ایستلو بهیر په سمه توګه مخ ته روان دی، خو تر دې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

د دغه هېواد د دفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا پنځه سووه پروازونو کې ګن امریکايي ځواکونو او زرګونه قطعې نظامي توکي له افغانستان ایستل شوي او دا بهیر په منظمه توګه مخ ته روان دی.

دده په خبره له دې وروسته د امنیتي او استخباراتي مسایلو له امله د سرتېرو د ایستلو جزیات هم له رسنیو سره نه شريکوي.

هغه ویلي چې د سرتېرو د ایستلو د بهیر امنیت په سمه توګه تامین دی او ټول اړین تدابیر لا هم پر خپل ځای دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...