Home » افغانستان » امریکا د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي
رویداد خبري آژانس

امریکا د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي

امریکا یو ځل بیا ویلي چې دوی د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي.

د سپينې ماڼۍ لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان له خپل افغان سیال حمدالله محب سره تلیفوني خبرې کړې دي.

جک سلېوان ویلي دوی د دوحې هوکړه ارزوي او غواړي په دې پوه شي چې طالبانو څومره پر دې توافق عمل کړی دی.

د نوموړي په وینا دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او اوربند غوښتونکي دي او اوس به دا ارزوي چې طالبانو په څه کم یوه کال کې څومره خپلې ژمنې عملي کړې دي.

امریکا غواړي په دې هم پوه شي چې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې کنه، تاوتریخوالی یې کم کړی کنه، د سولې لپاره یې رغنده ګامونه اوچت کړي او کنه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړی چې دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او د ناټو د غړو هېوادونو او سیمه ییزو ملګرو په مرسته به په افغانستان کې روانه جګړه د مذاکراتو له لارې ختموي.

حمدالله محب هم په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو جدي اړتیا ده او په دې برخه کې باید امریکا عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...