د افغان ولسمشرلومړی مرستیال امرالله صالح وایي، کابل کې هغه لوړې ودانۍ ورانوي چې په حساسو ځایونو کې ناقانونه جوړې شوي.
صالح زیاتوي، دا پرېکړه به په راتلونکې اوونۍ کې عملي کړي.
نوموړی وایي دوی به د نورو هېوادونو په څېر په مسلکي توګه په ياده پرېکړه کې شاملو ودانيو ته انفجار وکړي او یا به یې څښتنان د ودانۍ له قیمت زیات تاوان ورکوي.
امرالله صالح داسې مهال په کابل کې د ناقانونه لوړو ودانيو د نړولو خبر ورکړی چې، په دې وروستیو کې په کابل کې د ناامنيو پېښې ډېرې شوي.
تېره دوشنبه د کابل پر پوهنتون وسله وال برید يې تازه بېلګه ده چې، لسګونه محصلانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.