بریتانیا هم افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسن بیلیک له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

الیسن دغه راز ویلي چې بریتانیا به له افغان دولت او خلکو سره خپل مشارکت دوامداره وساتي او په بېلو برخو کې له افغان دولت سره همکارۍ ته ژمنه ده.
نوموړې د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې هیواد یې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د جینوا کنفرانس د نورو متحدینو په څېر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ژر پایته رسېدو ټینګار کوي.