Home » سیمه او نړی » الکټرال کالج په رسمي توګه جو بایډن د امریکا منتخب ولسمشر اعلان کړ
رویداد خبري آژانس

الکټرال کالج په رسمي توګه جو بایډن د امریکا منتخب ولسمشر اعلان کړ

د الکټرال کالج په رسمي توګه جو بايډن د امریکا متحده ایالتونو منتخب ولسمشر اعلان کړ.

سره له دې چې د شمېرو له مخې بایډن تر ټرمپ مخکې و خو الکټرال کالج په رسمي توګه هغه د ۳۰۶ الکټرال کالج رایو په ګټلو د امریکا منتخب ولسمشر اعلان کړ.

ټاکل شوې چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۲۰ نېټه په سپینه ماڼۍ کې د بایډن د لوړې مراسم ترسره شي او تر هغه وروسته به دی د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیلوي.

بایډن داسې مهال د الکټرال کالج له لوري ګټونکی اعلانېږي چې ټرمپ یې لا هم ناکامي نه مني او په محاکمو کې د ځینو ایالتونو د رایو بیا شمېرنې لپاره شکایتونه ثبتوي، چې ډېری یې بې پایلې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...