روغتیا وزارت وايي په هېواد کې تازه ۱۴۰ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې تازه ۱۴۰ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۶۱۰ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته نهه تنه مړه شوي او ۲۷۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۷۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۶۱۰ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې اوسمهال د کرونا ویروس اووه زره او ۶۴۰ مثبتې پېښې فعالې دي.