Home » اقتصادی » افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا په موخه دوه ورځنی کنفرانس پیلوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا په موخه دوه ورځنی کنفرانس پیلوي

د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ دوه ورځنۍ کنفرانس نن اسلام‌اباد کې پیلېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو او د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیا راوستلو باندې بحث وشي.

د نوموړي په خبره، په دغه کنفرانس کې به د دواړو هیوادونو د پارلمان مشران، غړي، تجاران، او تر پنځو سوو ډېر ګډونوال برخه واخلي.

په دې کنفرانس کې به د افغانستان په استازیتوب د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني، د افغانستان د سوداګرۍ وزیر او تر پنځو ډېر افغان چارواکي ګډون ولري.

د پاکستاني او افغان چارواکو په وینا، د دې کانفرانس موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حنډونه لرې کول او د تجارت بیا پراخول دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ناسته وروسته ترهغه کېږي چې تردې وړاندې د افغان حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم اسلام‌اباد ته تللی و او هلته یې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر او دغه راز د سوداګرۍ په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو بحث کړی وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...