Home » افغانستان » افغانانو ته سر له سبا د پاکستان د ویزې غوښتنلیک آنلاین کیږي
رویداد خبري آژانس

افغانانو ته سر له سبا د پاکستان د ویزې غوښتنلیک آنلاین کیږي

پاکستان اعلان کړی چې سر له سبا به افغانانو او چینایي وګړو ته انلاین ویزې ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد، د چهارشنبې په ورځ د دسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) په اسلام‌اباد کې خبريالانو ته ویلي، افغانانو او چینایانو پخوا دا شکایت درلود چې د پاکستان د ویزو د اخیستو پر مهال له دوی بډې اخیستل کېدې.

شېخ رشید احمد ویلي، د ۲۰۲۱ کال د جنوري له لومړۍ نېټې به انلاین ویزې ورکول پیل کړي.

په افغانستان کې د پاکستان له سفارت او قونسلګریو خلک ناراضه دي چې د ویزو د اخیستو پر مهال ګڼه ګوڼه جوړوي، ورځې ورځې ورته انتظار کوي او د رشوت مقابل کې ویزې ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...