د ملي امنیت عمومي ریاست په فراه کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې د دریم مشر د وژل کېولو خبر ورکړ.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پرون سې شنبه (لړم ۲۰مه) رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې محمد حنیف مشهور په عبدالله د ځانګړو او هدفمندو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي چې یاد کس د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکی دی او د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا د فراه په بکوا ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې دوه پاکستانۍ ښځې هم نیولي دي.
د افغانستان ملي امنیت ویلي چې وژل شوي کس په لومړي سر کې د طالبانو غړی و او تر ۲۰۱۰ کال وروسته له القاعده شبکې سره یو ځای شوی و.
په اعلامیه کې راغلي چې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې دغه وژل شوی مشر د طالبانو په مرسته له پاکستان څخه لومړی هلمند او وروسته فراه ته انتقال شوی و.
بیان وايي چې وژل شوي کس په هلمند، نیمروز او فراه کې ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو فعالیت کاوه.
تراوسه طالب وسله والو او القاعده شبکې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په روانه میاشت کې د هند لپاره د القاعده شبکې دوهم او تېر یو کال کې دریم مشر دی چې د ملي امنیت ریاست یې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د روانې لړم میاشتې پر څلورمه په غزني ولایت کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د دوهم مشر ابو محسن المصري د وژل کېدو خبر ورکړ.
یاد ریاست د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۱۶مه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر عاصم عمر د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.