Home » سپورټ » افغان لوبډله له ایرلنډ سره د لوبو کولو لپاره اماراتو ته روانه شوه
رویداد خبري آژانس

افغان لوبډله له ایرلنډ سره د لوبو کولو لپاره اماراتو ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ بورد وایي افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لیګ په درشل کې د ایرلنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د ترسره کولو په موخه د متحده عربي اماراتو پر لوري ولاړل.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن د عمان هیواد پرځای متحد عربي اماراتو ته د ۹ میاشتني ځنډ وروسته خپل لومړنی رسمي سفر ترسره کړي او د جنورۍ په ۱۹ نېټه به خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د مېلمه ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

وړاندې داسي ویل شوی و چې افغانستان به نن د دې درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره عمان ته سفر وکړي چې پرون یې د دې هیواد ویزې هم ترلاسه کړي وي.

د کریک بز د راپور پر اساس افغانستان کرکټ بورډ هغه وخت خپل پلان بدل کړ کله چې ایرلینډ کرکټ بورډ او لوبډلې یې د عمان هیواد د تګ څخه انکار وکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...