Home » افغانستان » افغان حکومت له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی

افغان حکومت له هندوستان سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي دا چې په هند کې د کرونا ویروس درېیمه څپه روانه ده او په دغه هېواد کې یې ناورین رامنځ ته کړی نو افغان وګړو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې له بهره هېواد ته راتلونکی هر وګړی باید له ځان سره د کرونا ویروس د ټېسټ منفي پایله ولري.

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه د عامې روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې د راتګ له امله د ځينو محدودیتونو د لګولو پر اړتیا خبرې کړې وې.

له دې ډلې یې له هند، پاکستان او ایران سره د سفرونو د بندیز غوښتنه هم کړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...