Home » افغانستان » افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له بيا کتنې هرکلى وکړ
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له بيا کتنې هرکلى وکړ

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د نوي ولسمشر د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې ویلي یې دي د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې بیاکتنه کوي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت یوه معین عبداله خنجاني په دې اړه نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: “د افغانستان اسلامي جمهوریت په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې د بیاکتنې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پرېکړې هرکلی کوی. په عین حال کې غوښتنه لري چې دغه ارزونه د افغانانو له غوښتنې سره برابره وي، چې هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي سمدستي ختمېدل او یوې پایداره او عادلانه سولې ته رسېدل دي.”

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې موافقې پر بیاکتنې د افغانستان او امریکا د ملي امنیت سلاکارانو حمد اله محب او جېک سالیوان پرون ټیلیفوني خبرې وکړې.

ښاغلي سالېوان ویلي، امريکا به له طالبانو سره د ۲۰۲۰ م کال په فبروري کې د سولې شوې موافقه، له نورو ټروريسټي ډلو سره د طالبانو د اړيکو، په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمښت او له افغان دولت سره د معنی دارې سولې مذاکراتو په رڼا کې و ارزوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...