د اسیا د ایمرجینګ کرکټ جام سیالیو په لړ کې د افغانستان الف«ابدالیانو» لوبډلې بنګله دېش الف لوبډلې ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.
دغه سیالي تیره شپه ترسره شوه چې په کې بنګلهدېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ اچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرفالدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې افغان ابدالیانو د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوی هدف په شلم اور کې پوره کړ.
د افغان ابدالیان په بریا کې تر ټولو مهم رول صدیق الله اتل ولوباوه، چې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا د اسیا ایمرجینګ په سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله پسې دویمه بریا وه.
ټاکل شوې افغان الف لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه سبا سه شنبه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس