Home » سپورټ » اسدالله خان په ټي ۱۰ لیګ کې د «ډکن ګلاډیټیر» د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی
رویداد خبري آژانس

اسدالله خان په ټي ۱۰ لیګ کې د «ډکن ګلاډیټیر» د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان پخوانی کرکټر او د کرکټ بورډ پخوانی سرپرست اجراییوي رییس اسد الله خان د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د دکن ګلیډیټر لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د ډکن ګلیډیټیر په لوبډله کې د شهزاد او ظاهر خان په ګډون د نړۍ ځینې خورا مشهور لوبغاړي لوبیږي.

د ټي ۱۰ لیګ سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي، چې ډېر شمېر افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.

د یادولو وړ ده چې اسدالله خان څه موده وړاندې په کاناډا کې هم د یو ځایي کلب سره د لنډ مهال لپاره د روزونکې دنده ترسره کړه.

نوموړی د افغانستان یوازینی کرکټ ویډیويي انالیسټ هم دی، همدا راز روزونکی دی او له نړیوالو سره د کرکټ په ژبه او د کرکټ په سیاست پوهېږي.

نوموړی دغه راز د تاجیکستان د کرکټ فدراسیون مشر هم پاتې شوی او هلته يې هم د کرکټ لپاره ډېر کار کړی دی.

هغه د لږ وخت لپاره د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ټاکل شوی او بیا لیرې کړل شو، چې له هغه وروسته يې په کرکټ بورډ کې هم دنده نه ده ترسره کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...