اروپايي ټولنه وایي چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژر پای ته ورسول شي.
د اروپايي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او ورسره جوخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.
اروپايي ټولنې دغه راز پر افغان حکومت غږ کړی چې د خپلو وګړو د ساتنې او امنیت لپاره اقدامات ډېر کړي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله، هدفي بریدونو او جګړو کې ښکېل دي.
اروپايي ټولنې یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو ددې اړتیا ده چې دلته روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسول شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس