Home » افغانستان » ارغنداب ولسوالۍ کې هوايي برید د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي
رویداد خبري آژانس

ارغنداب ولسوالۍ کې هوايي برید د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ ټول اووه غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې هوایي ځواکونو غوښتل پر وسله والو طالبانو برید وکړي خو اوس د سیمې اوسېدونکي وایي چې په پېښه کې ټول ملکي وګړي وژل شوي او د یوې کورنۍ غړي دي.

د سیمې خلکو د وژل شوو جسدونه د اعتراض په توګه د کندهار ولایت مقام مخې ته راوړي دي او د عدالت غوښتنه کوي.

د کندهار ولایت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لوري ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ طالبانو د کندهار ژیړۍ، ډنډ، ارغنداب، میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.چې د امنیتي ځواکونو په ځوابه بریدونو پایله کې ۵۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د متقابل برید په لړ کې ۱۳ ځای پرځای شوي ماینونه د ملي اردو انجینرۍ ټیم له لوري کشف اوشنډ شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...