د افغان حکومت مرکچي پلاوی وایي له طالبانو سره مذاکرات اسانه پروسه نه ده او له ګڼو خنډونو ډکه ده. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی حفیظ منصور وایي له داسې یوې ډلې سره خبرې کول اسانه خبره نه ده چې شل کاله مو جګړه ورسره کړې ده. د ...
Read More »نړیوالو رسنیو؛ په افغانستان کې د خبریالانو پر وژل کېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې
نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د خبریالانو پر وژل کېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده. تېره ورځ په غور کې د یوې ځایي راډیو خبریال په یوه هدفي برید کې ووژل شو چې په کور د ننه او بهر یې غبرګونونه پارولي دي. ګڼو نړیوالو رسنیو دا پېښه غندلې ...
Read More »بدلون کاروان: په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونه کې هدفې وژنې،د حکومت بې کفایتي او ناغېړي په ګوته کوي
د بدلون کاروان چارواکي وایي، په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد نورو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي، د بیان پر ازادۍ بریدونه کېږي د عدالت غوښتنکو غږونه خپ کېږي او کادرونه ټارګېټ کېږي. چې په دې کې د حکومت بې کفایتي او ناغېړي په ګوته ...
Read More »د کابل پر پوهنتون د برید طراح په اعدام محکوم شو
د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل پر پوهنتون د برید طراح چې عادل نومیږي، په اعدام محکوم شو. د یاد وزارت ویاند طارق ارین (د مرغومې په ۱۲) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې عادل نومی کس چې د کابل پر پوهنتون د برید طراح دی، پرون جمعه ...
Read More »ننګرهار کې په یوه هوایي برید کې د بهرنیانو په ګډون ۱۸طالبان وژل شوي
د ننګرهار چارواکي وایي د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي .د ننګرهار ولایت والي ضیاالحق امرخېل وایي، چې د پچیراګام ولسوالۍ په ولې ناو سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې د بهرنیو او ...
Read More »افغان او هندي دیني علماو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده
د افغانستان او هندوستان دیني علماو په هېواد کې روانه جګړه نا روا او د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده. یادو دیني علماء ویلي چې د طالبانو لخوا د عام المنفعه تاسیساتو ویجاړول توجیه نه لري او په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند ...
Read More »کرک کې د هندوانو معبد سوځولو په تور۳۱ کسان نیول شوي
د خېبر پښتونخوا پوليسو مشر ويلي، د کرک په داود شاه بانډه سیمه کې يې ۳۱ مشکوک کسان د هندوانو د یوه معبد د ورانولو او سوځولو په تور نیولي دي. د تېرې چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر پر ۳۰مه د (مرغومي ۱۰) پر معبد تر ۴۰۰ زياتو کسانو د ...
Read More »افغان لوبغاړی اسلامالدین امیري له یو هندي کلب سره یو ځای شو
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی اسلامالدین امیري د هند فوټبال لیګ کې د ریال کشمیر له لوبډلې سره یو ځای شوی دی. ښاغلي امیري تېره ورځ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د یو کال لپاره یې د ریال کشمیر لوبډلې سره قرارداد کړی دی. هغه ...
Read More »پوهنې وزارت: د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
د افغانستان د پوهنې وزارت د لوګر محمدآغې ولسوالۍ د سیاه کوه د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی. د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو بیا رغاونې او ...
Read More »دفاع وزارت: فراه کې ۲۶ طالبان وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې ۴۰ تنه وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. دفاع وزارت د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شيه طالبانو د فراه ولایت د مرکز “برنګتوت” اړوند سیمه کې او د بالابلوک ولسوالۍ ” شیوان” ...
Read More »