Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 29)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

د سوات د امن يوه ځايي حرکت مشر په بمي چاودنه کې وژل شوی

د خيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې د امن ځايي حرکت د مشر ادريس خان پر موټر پرون سې‌شنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) بمي چاودنه شوې ده. ځايي چارواکو ويلي، چې په چاودنه کې په خپله ادريس خان، د نوموړي دوه ساتونکي او دوه نور عام ولسي وګړي وژل شوي ...

Read More »

د پاکستان پوځ: افغان طالبان دې د پاکستان خلاف خپلې خاورې کارېدل بند کړي

د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د پاکستان خلاف د ترهګريزو بريدونو په موخه دې د افغانستان د خاورې له کارېدو مخنيوی وکړي. پوځ دا اعلاميه پرون سې‌شنبه د (وږي په ۲۲مه) په کرمې ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوځيانو د وسله‌وال بريد ...

Read More »

حکومت: پنجشېر د چاڼيزو عملياتو پرمهال ۴۰ مخالفان وژل شوي

سرپرست حکومت اعلان کړی چې د امنيتي ځواکونو پرون سې‌شنبه د (وږي په ۲۲مه) د پنجشېر په رخه او حصارک ولسواليو کې د مخالفانو پر وړاندې چاڼيز عمليات کړي دي. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ياد عملياتو په پايله کې د ...

Read More »

د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ تازه نښته کې لسګونه ارمني سرتېري وژل شوي

د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ د روسيې په منځګړېتوب له څو مياشتني اوربند وروسته، په ناګورنو قره‌باغ سيمه کې يو وار بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوې. تازه د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې له اذربايجان سره ګډې پولې ته څېرمه يې په جګړه کې ۴۹ ...

Read More »

کډوالو وزارت: کورني بې ځايه شوو ته د رسېدنې هڅې چټکې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معين عبدالحمن راشد وايي، چې دې وزارت د داخلي بې‌ځایه شوو کورنيو ته د رسېدنې او د دوی د ستونزو حلولو په موخه جدي هڅې پيل کړي دي. دې وزارت نن سې‌شنبه د (وږي په ۲۲مه) يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، ...

Read More »

ايران: د سياسي بې ثباتۍ له امله افغانستان ته د ايران صادرات لږ شوي

ايراني چارواکي وايي، په افغانستان او عراق کې سياسي بې ثباتۍ د دې سبب شوي چې يادو دواړو هېوادونو ته د ايراني توکو د صادراتو کچه په مراتبو را ټيټه شي. د ايران د سوداګرۍ پراختيا ادارې د نړيوال کار پياوړتيا برخې مرستيال احمد رضا علايي رسنيو ته تائيد کړي، ...

Read More »

يوناما: طالبان دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه افغان کارکوونکو ځورول بند کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما پرون دوشنبه ناوخته (وږي په ۲۱مه) په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خپلو افغان ښځينه کارکوونکو پر ځورولو اندېښنه ښودلې ده. يومانا ويلي، چې طالب چارواکي دې په افغانستان کې دننه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو ازاد تګ ...

Read More »

ايران: په افغانستان کې ټول‌ګډونه دولت؛ دغلته د سولې او ثبات لپاره حياتي دی

ايراني چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د يوه داسې ټول‌ګډونه دولت پر رامنځته کولو ټينګار کړی، چې د افغانستان ټول قومونه او اقشار په کې د خپلې ونډې احساس وکړي. د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان دا څرګندونې پرون د نيوزيلنډ له بهرنيو چارو وزيرې نانايا ...

Read More »

ملګري ملتونه: د طالبانو يو کلنه واکمني د بشري حقونو له نقض ډکه ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا په افغانستان کې د اوسني بشري وضعيت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده، چې په دې هېواد کې د بشري حقونو نقض په بې‌سارې توګه دوام لري. د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ...

Read More »

“امريکا د افغانستان ۳نيم مېليارد ډالر شتمني د سويس بانکونو ته لېږدوي”

رویداد خبري آژانس

د ترکيې ټي‌ارټي ټلوېزيون د سرچينو له قوله ويلي، امريکا په پام کې لري چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالر ازاد او د افغانستان بانک په واک کې يې ورکړي. په راپور کې د سرچينو په حواله ويل شوي، امريکا په دې هڅه کې ده څو ...

Read More »