په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي. يوې پوځي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه د پرون دوشنبه د (مرغومي په ۱۳مه) د ...
Read More »ملا برادر: د پخواني حکومت څېرې د عادت له مخې پر فساد ککړې وې
د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر په خپلو تازه څرګندونو کې د مخکيني حکومت مطرحې څېرې پر فساد ککړې بللي او د نوموړي په ټکو يادو څېرو د فساد، قتل او لوټمارۍ خپل عادت نه شو پرېښودلی. نوموړي دا څرګندونې له ملي راډيو ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې ...
Read More »قرېشي: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي امارت ځواکونو د هغو اقداماتو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو مخه نيول شوې. نوموړي د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، يو شمېر کسان هڅه کوي چې ...
Read More »د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک د سياسي لانجو له امله استعفا وکړه
د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک په دې هېواد کې د واک پر سر د سياسي لانجو او وروستيو لاريونونو له امله پرون يکشنبه ناوخته د (مرغومي په ۱۲مه) د خپلې استعفا اعلان وکړ. نوموړي د خپلې استعفا د اعلانولو پرمهال وويل، اړتيا ده چې د سياسي اړخونو ترمنځ يوې ...
Read More »پاکستان: پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځونې مخنيوي په اړه د طالبانو هڅې له زغم وتلي
وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په متواتره توګه په کونړ او نېمروز کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه ونيوه، تازه په دې اړه پاکستاني چارواکو توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې ...
Read More »“لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه داخلي بې ځايه شوي کسان موجود دي”
د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د افغانانو لپاره له سختو ستونزو ډک و او په دې کال کې د جګړې له امله ميليونونه افغانان له خپلو سيمو بې ځايه شول. دې سازمان ويلي، لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه کسان داخلي بې ځايه ...
Read More »منظور پښتين: پاکستان دې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې برابر اقدام وکړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون يکشنبه د (مرغومې په ۱۲مه) په کراچۍ کې يوې لويې اعتراضيه ولسي غونډې ته د وينا پرمهال، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او ګڼ نور نيول شوي پښتان فعالان دې ژر خوشي کړي. ...
Read More »د جنوبي افرېقا د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی
د فرانسې خبري اژانس د جنوبي افرېقا د چارواکو په حواله د دغه هېواد پارلمان په ودانۍ کې د اور لګېدنې خبر ورکړی دی. چارواکو ويلي چې اور نن د يکشنبې په ورځ سهار مهال لګېدلی دی، خو د لګېدو دليل يې نه دی په ګوته کړی. دامهال د اور ...
Read More »مولانه فضلالرحمن: پاکستان په بشپړه توګه سقوط ته نږدې شوی
د پاکستان حکومت له مخالفو سياسي ګوندونو د جوړ شوي اېتلاف مشر مولانه فضل الرحمن وايي، پاکستان له سياسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه سقوط کولو ته نږدې شوی دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند جمعيت علماء اسلام يوې غونډې ته ويلي، د تېر په پرتله له ...
Read More »پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي
ټاکل شوې نن يکشنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي. د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس