Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 132)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

قزاقستان: د لاريونونو له سختې څپې وروسته وضعيت عادي کېدونکی دی

د قزاقستان چارواکو نن دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ستر ښار الماتي کې وضعيت عادي کېدونکی دی او ژر به هر څه سم او لومړني حالت ته وګرځي. د چارواکو له دې اعلان سره په الماتي کې د انټرنېټ خدمتونه چې د لاريونونو ...

Read More »

ايران: په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت جوړول يوه جدي اړتيا ده

د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان وايي، په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه او ټول‌ګډونه دولت جوړول د وخت يوه جدي اړتيا ده. نوموړي دا څرګندونې پرون يک‌‌شنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره د لېدنې ...

Read More »

“د پاکستان د پوځ يوه قومندان ځان او خپل نور سرتيري وژلي”

د پاکستان يوې پوځي سرچينې له رسنيو په خبرو کې ويلي، چې د دغه هېواد د پوځ يوه قومندان (صوبدار) پر خپلو نورو پوځيانو ډزې کړي او وژلي يې دي. سرچينو ويلي چې دا پېښه پرون يک‌شنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د قبايلو اړوند په شاه کڅ سيمه کې د ...

Read More »

پاکستان: افغان طالبان دTTP د له منځه وړلو له ازمويښت سره مخ دي

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې د معتبرو سرچينې په حواله ويلي، د پاکستاني طالبانو يا TTP ختمول په اوس مهال کې د افغان طالبانو لپاره يو عمده او مهم ازمويښت دی. سرچينې زياته کړې، د افغان طالبانو په مشرۍ د افغانستان لنډمهالی حکومت بايد د ...

Read More »

ايران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته حواله کېږي

ځينو ايراني رسنيو راپور ورکړی چې په تهران کې د افغانستان سفير او يو شمېر کارکوونکي له دې هېواد څخه وتلي او اورپا ته تللي دي، چې دې کار د سفارت په کارونو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی. رسنيو زياته کړې، ايران په پام کې لري چې په تهران ...

Read More »

“ط.البانو اسماعېل خان ته په حکومت کې د ونډې اخيستو وړانديز کړی”

سپوټنيک خبري اژانس د يوې باوري سرچينې په حواله راپور ورکړی چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان په منځګړيتوب له پخواني جهادي رهبر اسماعېل خان سره لېدلي دي. د راپور ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: د پوهنتون استاذ فېض جلال دې سم‌لاسي خوشی شي

د بښنې نړيوال سازمان په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري د پوهنتون استاذ فېض جلال نيول کېدل غندلي او ويلي يې دي چې نوموړي د وينا له ازاده په ګټنې سره خپل نظر څرګند و. دې سازمان په خپل ټوېټر کې د يوه پيغام په خپرولو سره له ...

Read More »

اېتوپيا حکومت د ملي پخلاينې په موخه مخالف سياسون له زندان ازدوي

د اېتوپيا لومړي وزير ابي احمد اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ملي پخلاينې په موخه يو شمېر نيول شوو مطرحو سياسي مخالفو څېرو ته د بند موده معاف کوي او له زندان يې ازادوي. پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) د نوموړي له لوري په خپره شوې ...

Read More »

قزاقستان کې د ملي امنيت کميټې لرې کړل شوی مشر د خيانت په تور نيول شوی

د قزاقستان ملي امنيت کميټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې له يو لړ څېړنو وروسته يې د دغه هېواد د ملي امنيت کميټې لرې کړل شوی مشر د لوی خيانت په تور نيولی دی. کريم ماسيم‌اف تېره اوونۍ د لاريونو پراخېدو په ترڅ کې د ولسمشر ...

Read More »

“تېر کال يو ميلون افغانان له ايران او پاکستان بېرته هېواد ته راستانه شوي”

د کډوالو نړيوال سازمان يا (IOM) وايي، په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه د راستنو شويو افغانانو شمېر يو ميليون کسانو ته رسېږي. نوموړي سازمان په دې اړه نن تازه د (مرغومي په ۱۸مه) خپاره کړي راپور ...

Read More »