د روغتيا نړيوال سازمان خبر ورکړی چې د شري ضد واکسين په ترڅ کې چې د روانې مارچ په ۱۲مه پيل شوی ۱.۲ ميليونه افغان ماشومان واکسين شي. دې سازمان پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲۳مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه واکسين به هغو ماشومانو ته ...
Read More »پښتون قومي جرګه: افغانستان کې دې د لويې جرګې له لارې ټولشموله حکومت جوړ شي
د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قومي جرګې چې په کې د پښتونخوا، قبايلو او سوېلي پښتونخوا ملتپاله ګوندونو، جريانونو او د فعالانو په کې برخه لرله، نن په څلورمه ورځ پرېکړهليک خپر کړ. د جرګې په پرېکړهليک کې چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان ...
Read More »ملا هبتالله؛ د اسلامي امارت غړو ته تازه لارښوونې کړي
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده په ۱۴ مواردو کې د اسلامي امارت غړو ته نوې سپارښتنې کړي او ټينګار يې کړی چې د اسلامي امارت غړي دې يادو سپارښتنو ته پابند پاتې شي. په دې سپارښتنو کې له خلکو سره سالم چلند، د قومي او ژبني تبعيض مخنيوی، خپلمنځي ...
Read More »خوړو نړيوال سازمان: پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي
د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو ناسم روغتيايي وضعيت ته په پام سره خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکې کې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومان شمېر خورا ډېر شي. دې سازمان تازه نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) ويلي، چې د افغانستان ټولو ...
Read More »امريکا: روسيې په اوکراين کې د جګړې لپاره له چين د نظامي مرستې غوښتنه کړې
امريکا ادعا کړې چې روسيې له چين څخه غوښتنه کړې، څو په اوکراين کې د جګړې لپاره نظامي مرسته او همکاري ورسره وکړي. د يادې ادعا له مخې، روسيه د اوکراين په جګړې د کمزورې کېدو په حال کې ده او له همدې کبله يې خپل متحد چين ته د ...
Read More »په شمالي ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو د مرستو وېشل پيل شول
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يې پر اړمنو کورنيو د لازمو خوراکي او غير خوراکي توکو وېشل پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان برخې تازه په خپل ټوېټر کې نن ...
Read More »پاکستان: پرته له پاسپورټ په تورخم او چمن کې افغانان خپل هېواد ته ستنېدای شي
د پاکستان حکومت اجازه ورکړې چې افغان وګړي له پاسپورټ پرته د تورخم او سپين بولدک له لارو بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي. پاکستاني چارواکو رسنيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې دا پرېکړه پرون يکشنبه د (کب په ۲۲مه) د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد ...
Read More »ترکيه: د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د طالبانو وربلل له رسميت پيژندلو سره تړاو نه لري
ترکي چاواکي وايي، د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د اسلامي امارت پلاوي وربلل په دې موخه نه دي چې ګواکې ترکيه طالبان او د دوی په مشرۍ په افغانستان کې نوی حکومت په رسميت پېژني. د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د انتاليا ډيپلوماټيک فورم له پاي ته ...
Read More »کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل؛ خو په ولايتونو کې ځنډېدلی
د پاسپورټ عمومي رياست د مهالوېش پر بنسټ، ټاکل شوې چې نن دوشنبه په کابل کې له څو ورځني ځنډ وروسته د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پيل شي. د پاسپورټ عمومي رياست مسوولان وايي، دغه ځنډ په تخنيکي وسايلو کې د سرسري ستونزو له امله رامنځته شوی و او ...
Read More »سېګار: افغانستان کې د روغتيايي متخصصانو کمښت مخ پر زياتېدو دی
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړی سرمفتش يا سېګار وايي، افغانستان له کلونو راهيسې د روغتيا سکټور د مؤثرو فعاليتونو وړاندې کولو په برخه کې د متخصصانو له کمښت سره دی. دې ادارې پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان روغتيا سکټور ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس