د کونړ ولایت چارواکي وایي، چې د ملي امنیت ادارې په هڅو د داعش ۱۰ جنګیالیو په ګډون ۱۵ وسله والو طالبانو پنځلس کسیزې ډلې د تاوتریخوالي لاس اخیستی او افغان دولت ته تسلیم شوي دي. د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، یادو وسله والو په څوکۍ، وټه پور ...
Read More »ولسمشرغني: پر وطنپالو او خدمتګارو شخصیتونو برید بشري ضد جنایت دی
ولسمشر محمد اشرف غني د عامه ساتنې تصدۍ پر ویاند ضیاء ودان نننۍ چاودنه غندلې ده. ولسمشر غني ویلي چې پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د هغه له قوله ویل ...
Read More »برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا ۳۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه
د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی چې د ازبکستان وارداتي برښنا کچه ۳۰۰ میګاواټو ته لوړه شوه. د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان برښنا په تولیدي دستګاو کې د تخنیکي ستونزو د لمنځه وړلو په موخه ددې هیواد د هڅو وروسته، افغانستان ته د برښنا صادراتو ...
Read More »دفاع وزارت: هلمند کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعاه کړې دی. د دفاع وزارت د یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغان هوايي ځواکونو د بريدونو په پايله کې، د هلمند ولايت واشير ...
Read More »محمد نعیم: د تېرې ورځې ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه
د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ پر اساسي موضوعاتو بحثونه پيل شوي دي. د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي تېره ورځ ماښام مهال د چهارشنبې ورځې د پرېکړې په اساس د دواړو لورو لخوا ټاکل شوو ټیمونو ناسته کړې ده. د نوموړي په خبره ...
Read More »د اندونیزیا یوه الوتکه چې ۶۲ مسافر په کې وو، سیند ته غورخېدلې
په اندونیزیا کې چارواکي وايي د «سریویجایا» هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه له پرواز لږ وروسته سیند ته غورځېدلې ده. په الوتکه کې ۶۲ کسان سپاره وو چې او لا یې برخلیک معلوم نه دی. د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت ویانده ادیتا اراواتي ویلي چې د بوینګ ۷۳۷-۵۰۰ الوتکې ...
Read More »حکومت: ترکیه کې د افغان ګډوالو د وژل کېدو لامل د پولیسو ډزې وې
افغان حکومت وايي په ترکیه کې د پنځو وژل شوو کډوالو جسدونه یې رالېږدولي دي خو داسې ښکاري چې د ترکي پولیسو د ډزو له امله وژل شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دیارلس افغان کډوال له ایرانه په ...
Read More »هېواد کې د کرونا وېروس له امله ۱۲کسان مړه شوي
د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې تازه ۸۴ کسان په کرونا وېروس اخته او ۱۲ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۴۶۲ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان بې وزلو هېوادونو ته د کووید-۱۹ واکسین وېشي
د روغتیا نړیوال سازمان یوه مشره وايي، هغو هېوادونو ته چې د خلکو ګټه وټه یې کمه ده، د کوواکس تر سکيم لاندې به ورته د کرونا واکسین رسول روانه میاشت پیل شي. د دغه سازمان د خوندیتوب برخې مشرې کېټ اوبراین (Kate O’Brien) اعلان د جنورۍ پر اوومه په ...
Read More »دفاع وزارت: په کندز کې ۱۳ طالبان وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندز ولایت کې د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه. دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه شمېر وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندوز په بېلابېلو ساحو کې وژل شوي او ۸ تنه نور یې ...
Read More »