Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 83)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

حکومت: رسنۍ دې سوداګريز اعلانونه له همغږۍ پرته نه خپروي

د رسنيو د فعاليتونو پر سر د محدوديتونو په ترڅ کې تازه رسنيو ته د حکومت له لوري لارښوونه شوې، چې د سوداګريزو اعلانونو له خپراوي وړاندې دې د يادو اعلانونو د منځپانګې په اړه له حکومت سره همغږي وکړي. بي‌بي‌سي په دې اړه هغه مکتوب ته لاسرسی موندلی، چې ...

Read More »

شهباز شريف: د افغانستان بشري وضعيت د ايران او پاکستان لپاره ستونزه ده

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده چې د دغه وضعيت د کابو کولو په موخه د هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتيا ده. شريف دغه څرګندونې پرون دوشنبه د شپې د (غويي په ۵مه) په ...

Read More »

شهباز شريف سعودي ته په سفر کې د کورنۍ ۱۶ غړي له ځان سره ملګري کړې

د پاکستان پر نوي لومړي وزير شهباز شريف وروسته له هغې د عامو پاکستانيانو او په ځانګړې توګه د مخکني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند نېوکې زياتې شوې، چې سعودي عربستان ته يې په خپل رسمي سفر کې د کورنۍ ډېر غړي ورسره روان کړې ...

Read More »

فايق: افغانان بايد د سپتمبر ۱۱مې پېښې د غرامت قرباني نه شي

ټاکل شوې چې راتلونکي کې امريکايي محکمه د افغانستان کنګل شوو پيسو د ۳.۵ مېليارد ډالرو هغې برخې په اړه پرېکړه وکړي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د يوه اجرائيوي حکم له مخې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو ته ځانګړې کړې ده. له دې پرېکړې وړاندې پرون دوشنبه د (غويي ...

Read More »

ايلان ماسک د ۴۴ مېليارد ډالرو په مقابل کې د ټوېټر شرکت وپېره

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټوېټر شرکت مديره هيئت د ايلان ماسک هغه وړانديز ته چې د ۴۴ مېليارد ډالرو په مقابل کې يې د دې شرکت د پېرلو په اړه کړی و، مثبت ځواب ورکړی. د ټوېټر رئيس برت تيلور پرون دوشنبه د (غويي په ۵مه) په ...

Read More »

ايران په نيمروز کې له افغانستان سره پر پوله امنيتي تدابېر زيات کړي

ځينو ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د هرات په اسلام کلا کې د ايران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له لانجې وروسته، د دواړو هېوادونو ځواکونه اوس په نيمروز کې يو بل ته ګوته په ماشه دي. ايرنا خبري اژانس ويلي، چې د يادې لانجې په ترڅ کې ...

Read More »

ايران: د افغانستان حکومت امنيت نشي خوندي کولی؛ خپله له داعش سره مبارزه کوو

د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو د امنيت په خونديتوب کې ناتوانه بللی او ويلي يې دي چې ايران به په خپله له داعش ډلې سره مبارزې ته وړاندې شي. نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غويي په ۵مه) په تهران ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: له قطر سره د هوايي ډګرونو د قرارداد پر اختلافي ټکو بحث شوی

د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او پلاوي يې پرون يک‌شنبه ناوخته د (غويي په ۴مه) د قطر له لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ليدلي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې ...

Read More »

پاکستان: د اپرېل تر پايه بند پاتې افغانان خپل هېواد ته په تذکره ستنېدای شي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د ډيورنډ کرښې پورې غاړه اېسار هغه افغانان چې پاسپورټ نه لري او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د روانې ميلادي مياشتې تر پايه له تذکرې په ګڼې سره بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد ...

Read More »

امريکا؛ اوکراين ته د مرستو ترڅنګ خپل ډيپلوماټان هم بېرته لېږي

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې بريد او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ۶۱مې ورځې ته ورسېده، د يادې جګړې له پيل وروسته د لومړي ځل لپاره لوړپوړي امريکايي چارواکي کېف ته رسيدلي دي. د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن او د دفاع وزير لوېډ اسټين ...

Read More »