Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 57)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

خالد پاينده: په امريکا کې يې کور او شتمني له حکومتي ماموريت وړاندې اخيستې

امريکايۍ وال‌سټريټ ژونال ورځپاڼې پرون په يوه څېړنيز راپور کې ادعا کړې چې يو شمېر پخوانيو افغان چارواکو په امريکا، عربي امارتو، ترکيې او نورو هېوادونو کې د مليونونه ډالرو په ارزښت کورنه پيرلي دي. د بلخ پخوانی والي عطاءمحمد نور، ولسمشر ماڼۍ پخوانی مرستيال عبدالرشيد دوستم، د ملي امنيت ...

Read More »

د افغانستان او زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن درېيمه شل اووريزه لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اووريزو سياليو د روانې لوب‌لړۍ وروستۍ لوبه هم د زيمبابوې له لوبډلې سره ترسره کړي. افغان لوبډلې له دې وړاندې د زيمبابوې له لوبډلې سره درې يو ورځنۍ او دوې شل اووريزې لوبې ګټلي دي او د افغان لوبډلې له ...

Read More »

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده

ملګرو ملتونو بيا ځلي په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کميشنرۍ مرستيالې کيلي کليمنټس پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) د ...

Read More »

کرزی: په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين لپاره مذاکراتو ته اړتيا ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي يو وار بيا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامين ټيینګار کړی او زياته کړې يې ده، چې په دې برخه کې د هڅو زياتوالی مهم او حياتي دی. نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) په کابل کې د ترکیې له ...

Read More »

هلمند کې يوه کس له خپلې ميرمنې او ۳ مياشتني ماشوم سر پرې کړی

د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې يوه کس خپله ميرمن او دغه راز خپل ۳ مياشتنی زوی وژلي دي. چارواکو ويلي چې دا پېښه نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته ته شوې ده. د ګرمسېر ولسوال مولوي ثاني ...

Read More »

يونېسف له ۴۰زرو ډېرو خوارځواکو افغان ماشومانو ته درمل چمتوو کړي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف وايي، چې په افغانستان کې يې د ۴۰زره او ۷سوه تنو هغو ماشومانو لپاره درمل چمتوو کړي، کوم چې له خوارځواکۍ سره لاس او کرېوان دي. په افغانستان کې د دې صندوق د خوارځواکۍ برخې مسوولې ملاني ګالوين ...

Read More »

سوريه: د اسرائيلو د بريد له امله د دمشق هوايي ډګر له پروازونو لوېدلی

سوريې چارواکو له درې ورځني ځنډ وروسته تائيد کړه، چې اسرائيلي ځواکونو د دې هېواد د دمشق پر نړيوال هوايي ډګر راکيټي بريد کړی او په ترڅ کې يې نوموړي هوايي ډګر ته پراخ زيانونه اوښتي دي. د سوريې عرب نيوز خبري اژانس د نوموړي هېواد د ټرانسپورټ وزارت په ...

Read More »

ملګري ملتونه: مليونونه بې‌وزله او بې ځايه شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

د ملګرو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يو وار بيا په افغانستان کې د بې‌ځايه شوو او نورو بې‌وزله افغانانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې چې وضعيت ته په پام له يادو افغانانو سره بېړنيو مرستو ته اړتيا ده. د نوموړي سازمان د کډوالو برخې عالي کمېشنرۍ مرستياله ...

Read More »

کابل کې پر جوماتونو د شوو بريدونو څو تنه عاملان وژل شوي

حکومت خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو پرون يک‌شنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲۲مه) د کابل بګرامیو په ولسوالۍ مربوطاتو کې د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات کړي. د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د يادو عملیاتو په ترڅ کې د یوسف ...

Read More »

روسيې له اوکراين سره د امريکا او اروپا مرسته شوو وسلو لوی ډيپو له منځه وړی

انټرفاکس خبري اژانس د روسيې دفاع وزير سرګي شوېګو له قوله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو نن د اوکراين په ترنوپيل سيمه کې د وسلو پر هغه زيرمتون د کروز توغندی ويشتی، چې د امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو له لوري له اوکراين سره مرسته شوې وې. نوموړي ويلي، چې ...

Read More »